کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري نظام پرمهال لوړپوړي نظامي چارواکي، جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پرضد ۱۶ بریدونه ترسره کړي دي.

 

د جبهې د معلوماتو پر بنسټ، د تلې له ۳۰مې د لړم تر اوومې نېټې پورې په دغو بریدونو کې د طالبانو ۱۸ غړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. متحدې جبهې زیاته کړې، دغه بریدونه په کندهار، کاپیسا، هلمند، غور، زابل، بدخشان، غزني او پروان ولایتونو کې متمرکز وو.

 

طالبانو تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي. د افغانستان متحدې جبهې د روان لمریز کال په زمري میاشت کې په رسمي توګه د طالبانو د حکومت پر ضد د خپلو وسله‌والو فعالیتونو د پیل خبر ورکړی دی.

 

دې جبهې خپل لومړني بریدونه له جنوبي ولایتونو، په ځانګړي ډول کندهار څخه پیل کړي وو او تر اوسه یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ځواکونو د ګڼو بریدونو د ترسره کولو ادعا کړې ده.