لکي مروت (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ضلعه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو یو پولیس وژل شوی دی. پولیس وايي، له پېښې وروسته یې په ځوابي کارروایۍ کې دوه هغه مشکوک وسله وال وژلي چې د پولیس په وژنه کې یې د لاس لرلو شک پرې کېده.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه د شهبازخېل تاڼې په حدودو کې د ایم سي بي بینک ترڅنګ شوې، چې نامعلومو وسله والو پر پولیس کانسټېبل ممتاز ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.
پولیس وايي، د پېښې له اطلاع ترلاسه کولو وروسته د امن کمېټۍ غړو کارروایي کړې او د لکي مروت د پولیسو مشر سجاد احمد صاحبزاده په مشرۍ پولیسو او د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) هم عملیات پیل کړي دي.
د پولیسو ویاند ویلي چې د عملیاتو پر مهال دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، دغه کسان د کانسټېبل ممتاز په وژنه کې ککړ وو.
پولیسو تر اوسه د وژل شوو مشکوکو وسله والو نومونه نه دي څرګند کړي او نه یې د هغوی د پېژندګلوۍ په اړه نور معلومات ورکړي دي. د پولیسو سرچینې وايي، په سیمه کې د نورو مشکوکو وسله والو د نیولو لپاره د لټون عملیات روان دي.
د پېښې او د دوو مشکوکو وسله والو د وژل کېدو په اړه تر اوسه خپلواک تایید نه دی ترلاسه شوی.


غلام اکبر مروت