بغلان (شال نیوز) : د شمالي سالنګ تونل ته نږدې سیمه کې د یوه مسافروړونکي موټر او تېلوړونکي ټانکر ترمنځ د ټکر له امله پنځه کسان مړه او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان شوي دي. د بغلان ترافیک وایي، دغه ترافیکي پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې رامنځته شوې ده.
د دوی په وینا، د مسافروړونکي موټر چلوونکي د موټر کنټرول له لاسه ورکړی او له تېلوړونکي ټانکر سره یې ټکر کړی دی. مسوولان د پېښې احتمالي لاملونه د سړک ښویوالی او د موټر چلوونکي له لوري ډېر سرعت یادوي. ټپیان د پېښې له ځایه د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
سالنګ لویه لار د افغانستان له مهمو ترانزیټي لارو څخه ده، چې هره ورځ پرې ګڼ شمېر مسافر وړونکي او باروړونکي موټر تګ راتګ کوي. د ژمي او واورینو ورځو پر مهال د دې لارې د سړک ښویوالی او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي د ترافیکي پېښو خطر زیاتوي.


شال نیوز