باجوړ (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا په باجوړ ضلعه کې د پولیسو پر یوې پوستې د برید پر مهال یو پولیس سرتېری وژل شوی دی. د باجوړ پولیسو په وینا، برید تېره شپه د برنګ تاڼې اړوند د سیلۍ پټۍ پر پولیس پوسته شوی دی.

 

پولیسو ویلي چې بریدګرو ته یې مقاومت کړی، خو د نښتې پر مهال پولیس سرتېری خایسته مین سید وژل شوی دی. پولیسو دا برید د «فتنة الخوارج» په نوم ډلې پورې تړلی بللی، خو په خپره شوې خبرپاڼه کې د بریدګرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

 

د وژل شوي پولیس سرتېري د جنازې لمونځ د باجوړ په پولیس لاینز کې ادا شوی، چې د پولیسو د ضلعي مشر (ډي پي او)، مرستیال کمېشنر، د پلټنو د پولیسو مشر او د پولیسو د نورو چارواکو ترڅنګ د ملکي ټولنې استازو هم پکې ګډون کړی دی.

 

د باجوړ پولیسو د وژل شوي سرتېري کورنۍ ته د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي چې د هغه قرباني به تل یاده ساتي.