استنبول (شال نیوز) : د ترکیي رسنیو نن راپور ورکړی چې د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې (میت) د یوه عملیاتو په ترڅ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د داعش یو غړی نیولی او دغه هېواد ته یې لېږدولی دی.

 

نیول شوی کس اوغور بهادر نومېږي، چې په داعش خراسان څانګه کې یې د عبدالله په مستعار نوم فعالیت کاوه.

 

نوموړی له ترکیې څخه د ډیورنډ کرښې سیمې ته تللی و او د راپورونو پر بنسټ، په دې سیمه کې یې د داعش په روزنیزو کمپونو کې بېلابېلې دندې ترسره کولې او د دې ډلې له لوري ورکړل شوي امرونه یې عملي کول.

 

په راپورونو کې راغلي، بهادر د خپلو اعترافاتو پر مهال له اوزګور التون سره د اړیکو په اړه هم معلومات ورکړي دي. التون هغه کس و، چې له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمې ته د داعش د غړو د لېږد بهیر یې مدیریت کاوه.

 

نوموړي همداراز د داعش په لیکو کې د ترلاسه کړې روزنې، ورسپارل شویو دندو او په سیمه کې د دې ډلې د تشکیلاتي فعالیتونو په اړه جزئیات بیان کړي دي. د راپورونو له مخې، بهادر په ۲۰۲۴م کال کې د التون په لارښوونه د ډیورنډ کرښې سیمې ته تر سفر وروسته له داعش سره یوځای شوی و.

 

التون خپله هم په ۲۰۲۵م کال کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نیول شوی و. ترکیې تر دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې د داعش د څو غړو د نیولو خبر ورکړی دی، خو معمولاً د دغو نیونو کره ځای نه دی په ډاګه شوی.

 

که څه هم په راپورونو کې ویل شوي چې دغه نیونې د ترکیې د استخباراتو له خوا ترسره کېږي، خو دا ځل هم څرګنده نه ده چې د یوه بهرني هېواد استخباراتي اداره څنګه کولای شي په افغانستان یا پاکستان کې دا ډول عملیات ترسره کړي.

 

د یادونې ده چې د ترکیې د ملي استخباراتو مشر څو اوونۍ وړاندې کابل او کندهار ته سفر کړی و او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي وو. د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، په دغه سفر کې د بحث شویو موضوعاتو له ډلې یوه هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وه.

 

د پاکستان او طالبانو حکومتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.