پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا حکومت د پېښور په ورسک روډ د پخواني فاټا سېکرټرېټ په ودانۍ کي د قبایلي ضلعو د پرمختیايي ادارې لپاره ۱۰۴ خونې ځانګړې کړې دي او اړوندو محکمو ته یې د اکتوبر تر ۳۰مې د دفترونو د خالي کولو لارښوونه کړې ده.

 

د سرکاری حکم نامی له مخه، دغه ودانۍ پخوا د ګورنر سېکرټرېټ او وروسته د فاټا سېکرټرېټ په نوم پېژندل کېده. له خېبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو تر یو ځای کېدو وروسته ورته د سول سېکرټرېټ دویم نوم ورکړل شو او بېلابېلو حکومتي محکمو پکي خپل دفترونه جوړ کړل.

 

د صوبايي انتظامیې د پرېکړې له مخې، د اطلاعاتو محکمې ۱۸ او د اطلاعاتو او عامه اړیکو د لوی ریاست ۳۹ خونې به د جي ټي روډ په ترناب سیمه کي د اړوندو محکمو ودانۍ ته انتقال شي. په دې توګه به ۵۷ خونې خالي شي.

 

د صحت خدماتو لوی ریاست ته هم ویل شوي چې خپل موجود ۱۹ دفترونه د سول سېکرټرېټ دویم د تعلیم برخې ته انتقال کړي، چې هلته ورته ۲۰ خونې ځانګړې شوې دي.

 

همدا راز، د قبایلي ضلعو د مالدارۍ ریاست ته لارښوونه شوې چې خپله ۲۸ خونو لرونکې ودانۍ خالي کړي او دفترونه د پېښور چیرګانو چوک ته انتقال کړي. د دې ودانۍ له خالي کېدو وروسته به د معدنیاتو د پرمختیا محکمه ورته انتقال شي او د نوې ادارې لپاره به نورې ۲۸ خونې برابرې شي.

 

د صوبايي انتظامیې په وینا، په دې بدلونونو سره به د سیمه ییزې پرمختیايي ادارې لپاره ټولې ۱۰۴ خونې برابرې شي. دا پرېکړه په داسې وخت کي شوې چې په خېبر پښتونخوا کي د ګورنر راج او په ۱۲ ضلعو کي د بېړني حالت له نافذېدو وروسته د انتظامي چارو د تنظیم لپاره اقدامات روان دي.

 

د اکتوبر ۳۰مه د دفترونو د خالي کولو وروستۍ نېټه ټاکل شوې، خو تر اوسه د انتقال د بشپړېدو او د نوې ادارې د عملي کار د پیل تایید نه دی شوی.