قلات (شال نیوز) : د بلوچستان د کلات ضلعې په شور پارود سیمه کې شاوخوا پنځه زره کورنیو ته د خپلو کورونو پرېښودو لپاره د حکومت له خوا ټاکل شوې وروستۍ نېټه نن، د اکتوبر پر ۳۰مه، پوره کېږي. حکومتي چارواکو خبرداری ورکړی چې که دغه کورنۍ په خپله له سیمې ونه وځي، امنیتي ځواکونه به یې په زور وباسي.
د بلوچستان د کورنیو چارو محکمې ایډیشنل چیف سیکرټري حمزه شفقات د اکتوبر پر ۲۰مه په کوټه کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې په شور پارود کې امنیتي عملیات روان دي او هلته مېشتو پنځه زره کورنیو ته، چې ټول نفوس یې شاوخوا ۳۰ زره کسان دی، د سیمې د پرېښودو امر شوی دی.
نوموړي د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي وو: «د شور پارود خلکو ته د سیمې د خالي کولو ویل شوي دي. صوبايي حکومت ورته کمپونه جوړ کړي او نور انتظامات یې هم کړي دي.» حمزه شفقات خبرداری ورکړی و: «که دوی سیمه خالي نه کړي، امنیتي ځواکونه به یې په زور وباسي.»
شور پارود د کلات او خضدار ترمنځ په غرنۍ سیمه کې پروت دی. د حکومتي چارواکو په وینا، په احمد وال سیمه کې امنیتي عملیات بشپړ شوي، خو په شور پارود کې لا روان دي. بلخوا د بلوچ نیشنل موومنټ د بشري حقونو څانګې، پانک، د زرګونو کورنیو د احتمالي بې ځایه کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه سازمان ویلي چې د شور پارود اوسېدونکي له څو نسلونو راهیسې په دې سیمه کې ژوند کوي او له خپلو کورونو څخه د هغوی ایستل به یې پر ژوند، روزګار او اقتصادي حالت اغېز وکړي.
پانک د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو د خوندیتوب په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې د سیمې د اوسېدونکو بشري حقونه دې خوندي وساتل شي.
د اکتوبر ۳۰مې د ضرب الاجل په پوره کېدو سره لا دا نه ده څرګنده چې څومره کورنیو سیمه پرېښې، څومره کسان حکومتي کمپونو ته انتقال شوي او ایا چارواکو د جبري ایستلو پرېکړه عملي کړې ده. دا هم نه ده معلومه چې حکومت به دغو کورنیو ته کله بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکوي.


نعيم اچکزئي