اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سنګاپور د بهرنیو چارو وزیر ویویان بالاکرېشنن د اکتوبر پر ۳۰مه په رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی.

 

د وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړي په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره لیدلي. د وزارت په وینا، ټاکل شوې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې او دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشي.

د سنګاپور د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بالاکرېشنن به د خپل سفر پر مهال د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ له مشر عاصم منیر سره هم ملاقاتونه وکړي.

 

د دغه سفر په ترڅ کې به د قدرتي افتونو پر مهال د ګډو همکاریو په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ یو تفاهم لیک هم تبادله شي. ټاکل شوې چې د سنګاپور د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې د مصنوعي ځیرکتیا له ملي مرکز څخه هم لیدنه وکړي.

 

دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې پاکستان او سنګاپور د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړېدو ۶۰ کاله پوره کوي. سنګاپور به په ۲۰۲۷م کال کې د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو د ټولنې، اسیان، مشري هم په غاړه واخلي.