خېبر (شال نیوز) : د خېبر ضلعې انتظامیې اعلان کړی چې د پولیو ضد اووه ورځنی کمپاین به د نومبر له دویمې تر اتمې نېټې پورې ترسره شي. د خېبر ډپټي کمشنر شاهد علي ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو په ورکولو سره د کمپاین پرانیسته کړې ده.
په دې اړه د ډپټي کمشنر شاهد علي په مشرۍ د پولیو د مخنیوي ضلعي کمېټۍ غونډه شوې چې پکې د کمپاین د تیاریو، امنیتي انتظاماتو، د خلکو د خبرولو او د هغو کورنیو د قانع کولو پر لارو چارو خبرې شوې چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو له ورکولو ډډه کوي.
په غونډه کې ایډیشنل ډپټي کمشنر شهاب الدین، د صحت محکمې ضلعي مشر ډاکټر رفیق حیات، د خېبر پولیسو، د صحت نړیوالې ادارې، پولیو پروګرام، تعلیم محکمې او نورو اړوندو ادارو استازو ګډون کړی دی.
ډپټي کمشنر اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د کمپاین د بریالیتوب لپاره خپلمنځي اړیکې او همکاري پیاوړې کړي او د پولیو ضد ټیمونو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ضلعي انتظامیې له والدینو غوښتنه کړې چې د پولیو ضد ټیمونو سره همکاري وکړي او له پنځو کلونو کم عمره ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.
پولیو یوه ساري ناروغي ده چې ماشومان د ټول عمر لپاره معذوره کولی شي. روغتیايي چارواکي وايي چې د پولیو ضد واکسین د دې ناروغۍ د مخنیوي اغېزمنه لاره ده.


ابراهیم شینواری