پېښور (شال نیوز) : د وفاقي محتسب د پېښور علاقايي دفتر په مداخلې د پېښور یوه اوسېدونکي ته د هغه د زوی تعلیمي وظیفه له یو کال ځنډ وروسته ورکړل شوې ده.
د وفاقي محتسب دفتر وايي، غلام محی الدین د وفاقي ملازمینو د فلاح او ګروپ انشورنس فنډ، اېف اي بي اېنډ جي آی اېف، له خوا د خپل زوی د تعلیمي وظیفې په ورکړه کې د ځنډ شکایت کړی و.
د دفتر د معلوماتو له مخې، غلام محی الدین له شاوخوا یوه کال راهیسې د وظیفې د ترلاسه کولو لپاره انتظار کاوه، خو پیسې ورته نه وې ورکړل شوې. نوموړي وروسته د وفاقي محتسب د پېښور علاقايي دفتر ته شکایت وکړ.
د وفاقي محتسب دفتر وايي، د شکایت تر ترلاسه کېدو وروسته یې موضوع وڅېړله او له اړوندې ادارې سره یې رابطه وکړه. د مقدمې تحقیقات د وفاقي محتسب د دفتر اسسټنټ اېډوائزر انجم بي بي ترسره کړل، په داسې حال کې چې ډپټي اېډوائزر محمد عالمزېب د پرېکړې د عملي کولو چارې وڅارلې.
د دفتر په وینا، د دغې کارروایۍ په نتیجه کې غلام محی الدین ته د هغه د زوی تعلیمي وظیفه ورکړل شوه.
غلام محی الدین د شکایت تر حل کېدو وروسته د وفاقي محتسب نوید کامران بلوچ او د پېښور د علاقايي دفتر مشر محمد قاسم جان مننه کړې ده.
نوموړي ویلي چې د وفاقي محتسب د دفتر په مداخلې یې له اوږده ځنډ وروسته خپل حق ترلاسه کړ. د وفاقي محتسب د پېښور علاقايي دفتر وايي، خلک کولای شي د وفاقي سرکاري ادارو د بدانتظامۍ، د کارونو د ځنډ او نورو انتظامي ستونزو په اړه خپل شکایتونه دغه دفتر ته ورسوي.
د دفتر په وینا، د شکایتونو د درج کولو لپاره انلاین نظام موجود دی او خلک د واټساپ له لارې هم شکایتونه لېږلی شي.


شال نیوز