نوښار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د نوښار کینټ په خوشحال کالونۍ کې د یوه مقامي سوداګر موټر د هغه د کور مخې ته غلا شوی دی. متاثر سوداګر اعجاز الحسن شال نیوز ته ویلي چې خپل ټویوټا کرولا جي اېل ای موټر یې د کور مخې ته ولاړ کړی و، خو کله چې بېرته راغی، موټر هلته نه و.

 

د نوموړي په وینا، د موټر د غلا راپور یې د نوښار کینټ په تاڼه کې درج کړی دی. د نوښار کینټ پولیسو د پېښې تصدیق کړی او ویلي یې دي چې د سیمې د سي سي ټي وي کېمرو ویډیوګانې یې ترلاسه کړې دي.

 

پولیس وايي، د ویډیوګانو او نورو شواهدو په مرسته د موټر د غلا په اړه تحقیقات کوي. د پولیسو په وینا، هڅه کوي چې د موټرو په غلا کې ککړ کسان معلوم او ونیسي. تر اوسه د موټر د ترلاسه کېدو یا په دې مقدمه کې د چا د نیول کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.