نوښار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په نوښار ضلعه کې د زکات د ۱۶۲ مقامي کمېټیو او د ضلعي زکات چیئرمېن د معطل کېدو راپور ورکړل شوی دی. د زکات دفتر چارواکي وايي، د صوبې د ټولو مقامي زکات کمېټیو د تېرو ۱۳ کلونو د حسابونو د پلټنې پرېکړه هم شوې ده.
د نوښار د زکات دفتر د معلوماتو له مخې، د ګورنر راج له لګېدو وروسته د زکات د کمېټیو د کارونو او مالي حسابونو د کتنې لړۍ پیل شوې ده. د نوښار د ټولو مقامي زکات کمېټیو چیئرمېنانو ته حکم شوی چې د خپلو کمېټیو د کارروایۍ رجسټرونه د زکات دفتر ته وسپاري.
خو د نوښار ضلعي زکات چیئرمېن ارشد خان، چې د شیدو سیمې اوسېدونکی دی، شال نیوز ته ویلي چې تر اوسه ورته د معطلۍ هېڅ لیکلی حکم نه دی رسېدلی. بلخوا د نوښار د زکات دفتر چارواکي وايي، د زکات د سېکرټري تر بل حکم پورې د زکات ټولې ادایګۍ بندې شوې دي.
د زکات کمېټۍ د مستحقو کورنیو، بېوزلو کسانو او نورو اړمنو خلکو لپاره د مالي مرستو د وېش چارې ترسره کوي. د ادایګیو له بندېدو وروسته دا پوښتنه پیدا شوې چې د زکات مستحقو کسانو ته به مرستې کله بېرته پیل شي.
تر اوسه د صوبايي زکات محکمې له خوا د کمېټیو د معطلۍ لیکلی حکم، د حسابونو د پلټنې نېټه او د ادایګیو د بیا پیل کېدو په اړه نور تفصیلات نه دي ترلاسه شوي.


ندیم مشواني