واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان د توی خولې سپلې پورن په سیمه کې د مبینه ډرون برید له امله د یوې کورنۍ دوه کسان ټپیان شوي دي.
د سویلي وزیرستان د پولیسو سرچینو د معلوماتو له مخې، یو ځوان د خپلې کورنۍ یوه ښځه د علاج او طبي معاینې لپاره ډاکټر ته روانه کړې وه چې په لاره کې پرې مبینه ډرون برید شوی دی.
سرچینې وايي، په برید کې ځوان او ورسره ښځه دواړه ټپیان شوي او وروسته د علاج لپاره د واڼې ضلعي مرکزي روغتون ته رسول شوي دي. تر اوسه د ټپیانو نومونه، عمرونه او د هغوی د روغتیايي حالت په اړه نور معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکو پر دې پېښه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د علاج لپاره تلونکي ناروغان هم له بریدونو خوندي نه دي. هغوی له حکومتي چارواکو غوښتنه کړې چې د پېښې تحقیقات وکړي او د ملکي وګړو د ژوند د خوندي ساتلو لپاره ګامونه واخلي.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې ډرون برید چا کړی او هدف یې څوک وو. د پاکستان د پوځ او ضلعي انتظامیې رسمي دریځ هم نه دی ترلاسه شوی. شال نیوز ته د پولیسو سرچینو د ورکړل شوو معلوماتو خپلواک تایید لا نه دی شوی.


ظفر وزير