واشنګټن (شال نیوز) : افغان فلم جوړوونکې او ډایرکټرې رویا سادات ویلي چې مېړه یې، فلم جوړوونکی، لیکوال او د پوهنتون استاد عزیز دلدار، د امریکا د ویرجینیا ایالت کې د نجونو د تعلیم د حق په اړه د خبرو پر مهال د څو کسانو له خوا وهل شوی او سخت ټپي شوی دی.
رویا سادات د پنجشنبې په ورځ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دا پېښه د اکتوبر په ۲۴مه د هغې او د دوی د ماشومانو په وړاندې شوې ده. د هغې په وینا، دې پېښې د دوی کورنۍ سخته اغېزمنه کړې او ماشومان یې لا هم له وېرې او رواني فشار سره مخ دي.
هغې ویلي چې مور یې هم، چې د زړه ناروغي لري، د پېښې له امله له سخت رواني فشار سره مخ شوې ده. سادات ویلي چې په برید کې ښکېل کسان نیول شوي او دا مهال په بند کې دي، خو د پېښې تحقیقات او قانوني کارروایي لا روانه ده.
رویا سادات د خپل مېړه د هنري او علمي ژوند په اړه ویلي چې عزیز دلدار د خپل عمر ډېر کلونه تدریس، لیکوالۍ، فلم جوړونې او د افغانستان د ټولنیزو ستونزو بیانولو ته ځانګړي کړي دي.
د هغې په وینا، عزیز دلدار د خپلو فلمونو، ډرامو او لیکنو له لارې د افغان ټولنې ستونزې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو موضوعات، راڅرګند کړي دي. سادات ویلي چې د ښځو حقونه، د نجونو تعلیم، ازادي او برابري د دوی د کورنۍ له هغو باورونو څخه دي چې تل یې دفاع کړې ده.
هغې له افغانستانه بهر د طالبانو د ملاتړ او د هغوی د کړنو د توجیه کولو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا ډول پېښې باید یوازې شخصي شخړې ونه ګڼل شي.
خو تر اوسه داسې شواهد نه دي وړاندې شوي چې بریدګر له طالبانو سره تړاو لري او یا یې دا برید د هغوی په ملاتړ کړی دی. رویا سادات له هغو هېوادونو غوښتي چې افغانان پکې اوسېږي، د قانون له مخې د داسې پېښو مخه ونیسي او د خلکو د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه واخلي.
هغې له خپلو ملګرو، همکارانو او هغو کسانو مننه هم کړې چې له پېښې وروسته یې د دې کورنۍ ملاتړ کړی دی. دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر پوهنتوني زدهکړو بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو دغو بندیزونو د افغانستان دننه او بهر د ښځو د حقونو د فعالانو، هنرمندانو او مدني ټولنې پراخ مخالفتونه راپارولي دي.
تر اوسه د ویرجینیا پولیسو د دې پېښې په اړه د نیول شوو کسانو هویت، د برید انګېزه او د هغوی پر ضد د لګول شوو تورونو تفصیل شال نیوز ته نه دی تایید کړی.


شال نیوز