کابل (شال نیوز) : د افغانستان د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د پنجشېر ولایت زمرد یې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې د لیلام له لارې پلورلي دي.

 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په لیلام کې د پنجشېر ۷۳۹۵ قیراطه زمرد د شاوخوا ۱۵ میلیونه او ۹۲۷ زره افغانیو په بدل کې پلورل شوي دي.

 

په دې لیلام کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پلانونو مرستیال عبدالرحمن قانت، د مالي او اداري چارو مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده، د وزارت ویاند همایون افغان، سوداګرو او د کانونو د برخې پانګه والو ګډون کړی و.

 

د وزارت ویاند همایون افغان ویلي چې تر دې وړاندې به د پنجشېر زمرد د دغه ولایت په مرکز کې د اړوندو چارواکو او ټاکل شوي پلاوي په موجودیت کې لیلامېدل، خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د نړیوال نندارتون په مرکز کې د زمردو د خرڅلاو لپاره داسې غونډه جوړېږي.

 

د نوموړي په وینا، د دې لیلام موخه د افغانستان د قیمتي ډبرو نړیوالو بازارونو ته معرفي کول، د کورنیو او بهرنیو پانګه والو پام راګرځول او د کانونو په برخه کې د کاروبار پراخول دي.

 

د وزارت د معلوماتو له مخې، زمرد د کیفیت، روڼوالي او د کرسټالونو د جوړښت له مخې ارزول شوي او بیا د لیلام ګډونوالو ته وړاندې شوي دي.

 

په لیلام کې حاجي صبور ۲۰۰ قیراطه زمرد په ۳۰۰ زره افغانیو، حاجي لطیف ۱۰۰ قیراطه په درې نیم میلیونه افغانیو، ذبیح قره باغ ۷۱۸ قیراطه په دوه میلیونه او ۳۵ زره افغانیو او نور ۱۸۴۰ قیراطه په درې میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو اخستي دي.

 

همدارنګه حاجي دادالرحمن ۱۰۳۳ قیراطه زمرد په یو میلیون او ۵۳۲ زره افغانیو او حاجي زبیر ۲۵۰۴ قیراطه په پنځه میلیونه او ۳۱۰ زره افغانیو اخستي دي.

 

د اعلان شوو شمېرو له مخې، د زمردو د هر قیراط بیه د کیفیت او نورو ځانګړتیاوو له مخې توپیر لري. په دې لیلام کې د ۱۰۰ قیراطه زمردو یوه برخه په درې نیم میلیونه افغانیو پلورل شوې، چې د هر قیراط بیه یې ۳۵ زره افغانۍ کېږي.

 

پنجشېر د افغانستان د زمردو له مهمو کان لرونکو ولایتونو څخه دی. د دغه ولایت زمرد د خپل شین رنګ او کیفیت له امله په نړیوالو بازارونو کې پېژندل کېږي.

 

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، هڅه کوي چې د قیمتي ډبرو د خرڅلاو لپاره منظم بازارونه برابر کړي او د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه زیاته شي.

 

خو وزارت په خپل اعلان کې دا نه دي ویلي چې په دې لیلام کې څومره بهرنیو پانګه والو ګډون کړی، اخستل شوي زمرد به کومو هېوادونو ته صادرېږي او د خرڅلاو له پیسو به څومره برخه د حکومت عوایدو ته ځي.