نیویارک (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د درېیمې کمېټې په غونډه کې د پاکستان استازي ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو خراب وضعیت د طالبانو له لوري له نړیوالو ژمنو څخه د پرلهپسې شاتګ څرګندونه کوي.
سید حیدرشاه وویل:
“د افغان ښځو او نجونو د اساسي ازادیو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي اقدامات له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.”
د پاکستان استازي په اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو چارو د وزیرانو نهم کنفرانس ته په اشارې ویلي، دغه سازمان په خپله اعلامیه کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو اقداماتو افغان ښځې او نجونې له انساني کرامت او اساسي حقونو څخه بېبرخې کړې دي.
د پاکستان استازي په خپلو خبرو کې ویلي، دغه هېواد له څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی او د نړیوالې ټولنې د کافي ملاتړ له نشتوالي سره سره، لا هم د زیانمنونکو افغانانو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو ته دوام ورکوي.
نوموړي د خپلو څرګندونو په بله برخه کې ترهګري د افغانستان له مهمو ستونزو څخه بللې او طالبان یې د تحریک طالبان پاکستان، القاعدې او داعش په ګډون له ترهګرو ډلو سره پر نږدې اړیکو لرلو تورن کړي دي.
هغه ادعا کړه او ویې ویل:
“دغه ډلې د بهرنیو لوبغاړو په ملاتړ د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي او له همدې خاورې څخه د پاکستان او ګاونډیو هېوادونو د په نښه کولو لپاره ګټه اخلي.”
د پاکستان استازي د تېر کال د کب میاشتې په اوږدو کې پر کابل او ننګرهار د دغه هېواد هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي، پاکستان هغه پوځي تاسیسات او زیربناوې په نښه کړې وې چې د اسلاماباد په ادعا د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) د بریدونو د ملاتړ لپاره ترې ګټه اخیستل کېده.
هغه ټینګار کړی چې پاکستان به د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د اړتیا په صورت کې به د نړیوالو قوانینو له مخې د هر هغه لوري پر وړاندې اقدام وکړي چې د دغه هېواد وګړي او ملي امنیت ګواښي.


شال نیوز