هنګو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په هنګو ضلعه کې د ګورنر راج له لګېدو وروسته پولیسو ته دوه جدیدې زغروالې ګاډۍ او وسلې ورکړل شوې دي، په داسې حال کې چې د نویو پولیس تاڼو او امنیتي پوستو د جوړولو لپاره ځمکې هم اخستل شوې دي.

 

د هنګو ضلعي پولیس افسر (ډي پي او) صلاح الدین کنډي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د ګورنر راج له نافذېدو وروسته د ضلعې د امنیتي وضعیت د ښه کولو او د پولیسو د وړتیاوو د زیاتولو لپاره یو شمېر مهمې پرېکړې شوې دي.

 

د هغه په وینا، د هنګو پولیسو ته د ډرایګون په نوم دوه جدیدې کمپیوټرایزډ زغروالې ګاډۍ او نوې وسلې ورکړل شوې دي، څو پولیس د امنیتي ګواښونو پر وړاندې په ښه ډول کارروایي وکړای شي.

 

صلاح الدین کونډي وویل چې د نورو وسلو غوښتنه هم شوې او تمه ده چې په نږدې وخت کې به پولیسو ته وسپارل شي. نوموړي زیاته کړه چې د بلي امینه پولیس تاڼې او د دورړي امنیتي پوستې د جوړولو لپاره

 

ځمکې اخستل شوې دي او د نویو تاڼو د ودانیو د جوړولو چارې به هم ژر پیل شي. د ډي پي او په خبره، هغه پولیس پوستې چې مخکې بندې شوې وې، بېرته فعالېږي، څو په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو موجودیت زیات او د خلکو امنیت ښه شي.

 

صلاح الدین کنډي وویل چې د پولیسو ټولې څانګې د امن او قانون د ټینګښت لپاره کار کوي او هڅه یې دا ده چې په هنګو کې امنیتي وضعیت بېرته ښه شي. هغه زیاته کړه چې پولیسو ته د امنیت د ټینګښت په چارو کې د پاکستان د پوځ او نورو قانون نافذوونکو ادارو بشپړه همکاري ترلاسه ده.

 

هنګو د خېبر پښتونخوا له هغو ضلعو څخه ده چې په تېرو کلونو کې پکې د ناامنۍ او وسله والو بریدونو پېښې شوې دي. په دې ضلع کې د پولیسو د زغروالو ګاډو، وسلو او امنیتي پوستو زیاتول د امنیتي انتظاماتو د پیاوړي کولو د هڅو برخه بلل کېږي.

 

خو ډي پي او دا نه دي ویلي چې د نویو تاڼو او پوستو د جوړولو لپاره څومره بودیجه ځانګړې شوې، چارې به یې کله بشپړې شي او څومره نور پولیس به پکې په دندو وګومارل شي.