کابل (شال نیوز) : د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستاني زندانونو څخه ۲۵۲ افغان بندیان تر ازادېدو وروسته د بولدک او تورخم له لارو هېواد ته ستانه شوي دي.

 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یاد کسان په پاکستان کې د بېلابېلو لاملونو له امله نیول شوي وو. سرچینه زیاتوي، له ستنېدو وروسته مرستندویه بنسټونو له هغوی سره مرسته کړې او خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تېره اوونۍ هم ۲۹۱ افغان بندیان له پاکستاني زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.