تورخم (شال نیوز) : د افغانستان د ننګرهار ولایت طالب چارواکو ادعا کړې چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د تورخم په خان اباد کلي کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

 

د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه د اکتوبر په ۲۸مه رامنځته شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، په ټپیانو کې د سیمې یو اوسېدونکی او د «هارو» په نوم د یوې خیریه موسسې کارکوونکی شامل دي.

 

د کوز سویلي وزیرستان په انګور اډه کې سرحدي نښته؛ یو ملکي وګړی وژل شوی او درې ژوبل دي
د کوز سویلي وزیرستان په انګور اډه کې سرحدي نښته؛ یو ملکي وګړی وژل شوی او درې ژوبل دي

 

طالب چارواکو د وژل شویو ماشومانو نومونه، عمرونه او د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي. په خبرپاڼه کې دا هم نه دي ویل شوي چې ډزې د کومې پېښې په ترڅ کې شوې او ایا د دواړو خواوو د ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه که نه.

 

د پاکستان حکومت او پوځ تر اوسه د دې مشخصې پېښې په اړه کوم رسمي دریځ نه دی وړاندې کړی. شال نیوز په خپلواکه توګه د طالبانو د دغې ادعا او د مرګ ژوبلې د شمېر پخلی نه دی کړی.