بروند (شال نیوز) : د بر سویلي وزیرستان د سروکۍ تحصیل د نیو رغزايي بروند په سیمه کې پر یوه کور د مبینه ډرون برید له امله د ملکي وګړو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د سیمې د خلکو د معلوماتو له مخې، په پېښه کې ټپي شوي کسان د علاج لپاره د واڼې ضلعي مرکزي روغتون (ډي اېچ کیو) ته رسول شوي دي.
تر اوسه د ټپیانو کره شمېر، د هغوی روغتیايي حالت او کور ته د اوښتي زیان په اړه بشپړ معلومات نه دي ترلاسه شوي. دا هم نه ده معلومه چې برید چا کړی دی.
د پېښې په اړه د پاکستان د پوځ، پولیسو او ضلعي انتظامیې رسمي دریځ هم لا نه دی ترلاسه شوی. شال نیوز په خپلواکه توګه د برید نوعیت او د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي تایید کړي.
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ پخواني امیدوار سعید انور محسود د پېښې په غبرګون کې د سیمې د خلکو پر امنیتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي چې د بر سویلي وزیرستان خلک د ډرون بریدونو او د هاوان د مرمیو له خطرونو سره مخ دي، خو د هغوی د ژوند او مال د خوندي کولو لپاره اغېزمن ګامونه نه دي اخستل شوي.
سعید انور محسود په خپل بیان کې ویلي چې د وزیرستان خلک بې وسه او بې سرپرسته پاتې شوي او د هغوی ستونزو ته څوک پام نه کوي.
هغه د سیمې د خلکو ترمنځ قومي، سیاسي او تنظیمي اختلافاتو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دغه وېش د خلکو د ګډو ستونزو د حل مخه نیولې ده.
نوموړي ویلي چې د سیمې خلک له یوې خوا له ناامنۍ سره مخ دي او له بلې خوا د هغوی د ستونزو د حل لپاره د اړوندو ادارو له خوا د پام وړ اقدامات نه لیدل کېږي.
د سیمې ځینو ولسي حلقو د پېښې د پلټنو، ټپیانو ته د مناسب علاج او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د پېښې په اړه رسمي تحقیقات پیل شوي دي او که نه.


شال نیوز