پېښور او خیبر ضلع کې د پولیو پر ضد د واکسین ځانګړی شپږ ورځنی کمپاین پیل شوی، چې پر مهال به یې له څلورو میاشتو څخه تر لسو کلونو پورې عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي. روغتیايي چارواکي وایي، د دې کمپاین موخه د ماشومانو د بدن معافیت پیاوړی کول او د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی دی.