نیویارک (شال نیوز) : په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز او د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریګز د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې پر کیوبا د امریکا د اقتصادي بندیزونو په سر یو پر بل سختې نیوکې کړې دي.

 

دا لفظي شخړه د هغې مسودې د بحث پر مهال شوې چې له امریکا غواړي پر کیوبا له څو لسیزو راهیسې لګېدلي اقتصادي بندیزونه ختم کړي. د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریګز ویلي چې د واشنګټن اقتصادي بندیزونو د کیوبا د خلکو ژوند اغېزمن کړی او دغه هېواد یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی.

 

خو د امریکا سفیر مایک والټز د خپل هېواد له تګلارې دفاع کړې او ویلي یې دي چې د کیوبا د اقتصادي بحران مسؤلیت د دغه هېواد د حکومت پر غاړه دی. والټز د کیوبا حکومت د بشري حقونو په سرغړونو هم تورن کړی دی.

 

امریکا له ۱۹۶۰مو کلونو راهیسې پر کیوبا پراخ اقتصادي او تجارتي بندیزونه لګولي دي. د کیوبا حکومت وايي، دغو بندیزونو یې اقتصاد ته درانه زیانونه اړولي، خو واشنګټن د کیوبا پر حکومت د سیاسي ازادیو د محدودولو او د بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګوي.

 

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ له ۱۹۹۲ کال راهیسې په وار وار د امریکا د بندیزونو د ختمولو په ملاتړ پرېکړه لیکونه منظور کړي دي، خو دغه پرېکړه لیکونه قانوني الزامي حیثیت نه لري.