میدان وردګ (شال نیوز) : د افغانستان د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وايي چې نامعلومو وسله والو په یوه کور برید کړی او درې ځوان وروڼه یې وژلي دي. د سرچینو په وینا، پېښه د جلرېز ولسوالۍ د سنګلاخ په کلي کې د شپې مهال شوې ده.
سرچینې وايي، وژل شوي وروڼه ۱۴، ۱۶ او ۲۰ کلن وو او هغه مهال پرې ډزې شوې چې په خپل کور کې ویده وو. درې واړه د ډزو له امله په هماغه ځای کې وژل شوي دي.
تر اوسه د وژل شوو وروڼو نومونه، د برید انګېزه او د برید کوونکو پېژندګلوي نه ده څرګنده شوې. د طالبانو ځایي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او د برید مسؤلیت هم چا نه دی منلی.


شال نیوز