اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان وفاقي حکومت د حج او عمرې مسافرو او بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره تلونکو کسانو ته د واکسینونو ورکولو پخوانی سرکاري نظام د مالي او انتظامي بې قاعدګیو له معلومېدو وروسته بند کړی دی.

 

د صحت وفاقي وزیر مصطفی کمال ویلي چې د بارډر هېلت سروسز له لارې د واکسینونو ورکولو موجود انتظام د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته ختم شوی او د واکسینونو د اخستلو په قراردادونو کې د بې قاعدګیو په تړاو د اړوندو چارواکو خلاف قانوني کارروایي شوې ده.

 

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د وزیراعظم په حکم جوړې شوې پنځه کسیزې تحقیقاتي کمېټۍ معلومه کړې چې د بارډر هېلت سروسز ځینو چارواکو د صحت وزارت له منظورۍ پرته د قراردادونو لپاره جلا کمېټۍ جوړې کړې وې.

 

د تحقیقاتو پر مهال دا هم څرګنده شوې چې د یوه واکسین بیه، چې په پخواني انتظام کې شاوخوا ۱۲۵۰ روپۍ وه، په نوي قرارداد کې نږدې ۴۵۰۰ روپیو ته لوړه شوې وه. د صحت وفاقي وزیر ویلي چې د وزارت له منظورۍ پرته د ټېنډر په جوړولو کې د لاس لرلو په تور اړوند چارواکي نیول شوي دي.

 

د صحت وزارت پرېکړه کړې چې د مننجایټس او انفلوېنزا د واکسینونو د اخستلو لپاره به په یوه میاشت کې نوی ټېنډر جاري کړي. تر هغه وخته حج او عمرې ته تلونکو مسافرو ته ویل شوي چې ضروري واکسینونه دې د خپلو سفري ایجنټانو له لارې ترلاسه کړي.

 

د راپور له مخې، د واکسینونو د قراردادونو په اړه اوو شرکتونو د اسلام اباد هایکورټ ته هم درخواستونه ورکړي دي. د حکومت دا پرېکړه یوازې د واکسینونو د ورکولو له پخواني سرکاري انتظام سره تړاو لري. د حج او عمرې مسافرو لپاره د ضروري واکسینونو شرط نه دی ختم شوی.

 

د تحقیقاتي کمېټۍ له خوا د مالي او انتظامي بې قاعدګیو له معلومېدو سره سره، د نیول شوو چارواکو جرمونه لا په عدالت کې نه دي ثابت شوي.