اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان زوی، سلیمان خان، د خپل پلار د روغتیا او ژوند په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې او ادعا یې کړې چې له اګست میاشتې راهیسې یې له هغه سره هېڅ لیدنه یا اړیکه نه ده شوې.
سلیمان خان د اکتوبر پر ۲۸مه په خپل ایکس اکاؤنټ کې لیکلي چې پلار یې په اګست کې ویلي وو چې په زندان کې ورسره ناوړه چلند کېږي او ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.
نوموړي ادعا کړې چې د پاکستان حکومت او پوځي مشرتابه د عمران خان د روغتیا، درملنې او له کورنۍ او وکیلانو سره د لیدنو په اړه د سپریم کورټ حکمونه نه عملي کوي.
د سلیمان خان په وینا، د ملګرو ملتونو د شکنجې په چارو کې ځانګړي راپور ورکوونکي هم څو ځله د عمران خان د بند د شرایطو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له هغه سره یې چلند شکنجه بللې ده.
هغه ویلي چې سپریم کورټ په اګست کې د عمران خان د طبي معاینې او درملنې لپاره د اسلاماباد شفا انټرنېشنل روغتون ته د هغه د لېږدولو او له کورنۍ او وکیلانو سره د منظمو لیدنو حکم کړی و، خو د ده په ادعا دغه حکم لا نه دی عملي شوی.
سلیمان خان د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او حکومت د خپل پلار د خوندیتوب مسؤل بللي او خبرداری یې ورکړی چې که عمران خان ته زیان ورسېږي، مسؤلیت به یې د هغوی پر غاړه وي. نوموړي له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د عمران خان د بند او ورسره د چلند موضوع جدي ونیسي.
بلخوا، د عمران خان پخوانۍ مېرمنې جمایما ګولډسمت د خپل زوی څرګندونې پر ایکس بیا خپرې کړې دي. هغې لیکلي چې د پاکستان د اوسني حکومت د چلند له امله یې یو بل زوی هم اړ شوی چې ټولنیزو رسنیو او سیاست ته مخه کړي.
د جمایما دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د عمران خان د کورنۍ غړي له څه مودې راهیسې د هغه د روغتیا، زندان کې د ساتلو د شرایطو او د ملاقاتونو د محدودیتونو په اړه شکایتونه کوي.
عمران خان د ۲۰۲۳ کال له اګست راهیسې په زندان کې دی او د هغه پر ضد بېلابېلې قانوني مقدمې روانې دي. د سلیمان خان د تازه ادعاوو، د عمران خان د روغتیا د اوسني حالت او د سپریم کورټ د یاد شوي حکم د عملي کېدو په اړه د پاکستان د حکومت، پوځ او زندان د چارواکو تازه دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.
د عمران خان د شکنجه کېدو او ژوند ته د ګواښ په اړه د هغه د زوی ادعاوې هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.


شال نیوز