د پوليسو د وينا لمخې د پېښور په فقیرآباد سیمه کې د سارا په نوم یو نر ښځي چې په دلبر هم پېژندل کېده، په يو برید کې د ټپي کیدو نه پس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. نوموړې تر ډزو وروسته روغتون ته وړل شوې وه، خو هلته یې ساه ورکړه.
د اپريل په پنځمه رامنځته شوې د دې پېښې په اړه پولیسو ویلي چې سارا د اقبال پلازې سره نږدې په نښه شوې وه او د هغې پر بدن د شپږو مرمیو نښې موندل شوې دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، پولیسو د دې قضیې اصلي شکمن د هغې یو نږدې ملګری فرهان عرف ادم ګرځولی دی. تورن تر اوسه نیول شوی نه دی او تښتېدلی دی.
د پېښې د علت په اړه بېلابېل نظرونه شته. د نر ښځيانو د ټولنې غړي وايي چې شکمن له سارا څخه د شپږ لاکه روپیو قلنګ غوښته چې د نه ورکولو له امله یې هغه ووژله. بلخوا پولیس وایي چې د دواړو ترمنځ پخوانۍ پېژندګلوي وه او ښايي دا پېښه د مالي شخړې له امله رامنځته شوې وي.
پولیسو د وژنې مقدمه درج کړې او وايي چې د تورن د نیولو لپاره هڅې روانې دي.
د نر ښځيانو د ټولنې غبرګون
په خېبر پښتونخوا کې د نرښځیانو د تحفظ سازمان ، ټرانس ایکشن، مشرې ،فرزانه رياض، د دې پېښې په اړه سخت غبرګون ښودلی دی. شال نيوز سره په خپلو خبرو کې هغې ویلي چې سارا د ورځې په رڼا کې ووژل شوه، خو تر اوسه یې قاتل ازاد ګرځي.
هغې زیاته کړه چې خېبر پښتونخوا د نر ښځيانو لپاره ورځ تر بلې خطرناک کېږي او دوي په دې ټولنه کې ځان خوندي نه احساسوي. هغې پر حکومت نیوکه وکړه چې د دې ډول پېښو مخنیوي لپاره جدي ګامونه نه اخلي.
د نر ښځيانو د ټولنې بلې مشرې ،ارزو خان، هم شال نيوز سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې که په دوو ورځو کې قاتل ونه نیول شو، نو دوي به په پېښور کې پراخ احتجاجونه پېل کړي.
په خېبر پښتونخوا کې د نرښځیانو د وژنو اندېښمن حالت
راپورونه ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې په خېبر پښتونخوا کې د نر ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی. له ۲۰۱۵ کال راهیسي تر اوسه پورې له سلو څخه زیات نر ښځي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
په وروستیو کې هم په پېښور کې یو بل نر ښځی وژل شوی و، خو د هغې قاتل هم تر اوسه نه دی نیول شوی. د اندېښنې وړ خبره دا ده چې په ډېرو قضیو کې تورنو ته سزا نه ده ورکړل شوې.
د حقونو سازمانونو غوښتنې
په پاکستان کې د نر ښځيانو د حقونو سازمانونه له حکومته غوښتنه کوي چې د دې ټولنې د ساتنې لپاره عملي ګامونه واخلي. که څه هم په ۲۰۱۸ کال کې د نر ښځيانو د تحفظ قانون منظور شوی، خو فعالان وایي چې عملي تطبیق یې کمزوری دی.
د بشري حقونو سازمانونه ټینګار کوي چې یوازې د مقدمې درج کول بسنه نه کوي، بلکې باید تورن کسان ونیول شي او د قانون مطابق سزا ورکړل شي. دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې د نر ښځيانو لپاره ځانګړې امنیتي تګلاره جوړه کړي، ترڅو راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخه ونیول شي.

شال نیوز