د افغانستان په بيلابيلو سيمو کښې د پاکستاني الوتکو لخوا د شپاړلسم مارچ په شپه شا او خوا ۹ بجې هوايي بريدونه وشول چې پکې د ګڼ شمېر مرګونو اطلاعات دي.

 

د پاکستان اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ د وينا مطابق د پاکستان لخوا د افغانستان په کابل او ننګرهار سيمو باندې هوايي بريدونه ترسره شول چې وروستو د افغانستان طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد يې د ايکس پاڼې د لارې تصديق وکړل.

 

د افغانستان طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په ايکس پاڼه باندې په خپله وينا کې وويل چې د‌ پاکستان الوتکو په کابل کې د نشې اموخته ناروغانو ۲۰۰۰ بستريز روغتون په نښه کړی دی چې پکښې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل دي.

 

بل خوا د افغانستان طالبانو نائب ترجمان حمدالله فطرت په خپله رسمي ايکس پاڼه باندې لیکلي دي په کابل کې د نشې اموخته ناروغانو په روغتون باندې د پاکستان په برید کښې ۴۰۰ نفر وژل شوي او تر ۲۵۰ نور ژوبل دي.

 

په دې اړه د کابل ځايي خبريال عبدالرقيب سائل شال نيوز ته وويل چې په موقع باندې ۴۱۲ مړي راويستل شوي دي، ورسره د افغانستان بهرني چارو وزير امير خان متقي هم د ۱۷م مارچ‌ په ماښام خبريالانو ته وويل چې د ۴۰۰ نه زيات نفر وژل شوي دي خو شال نيوز د مړو د دې شمار او زيان په آزاده توګه تصديق لا هم ندی کړی.

 

د بریدونو نه پس د مختلف سياسي، مدني فعالانو او لوبغاړو لخوا د برید غندنه مخې ته راغله.

 

په افغانستان کې د بشري حقوقو لپاره د اقوام متحده لخوا ځانګړی راپور ورکوونکي رچرډ بينيټ په خپله ايکس پاڼه باندې لیکلي دي چې « په افغانستان کې د پاکستان بریدونو کې د عادي وګړو د مرګ د راپور سره مې زړه مات شو. زما غمرازي هغوي سره ده. زه دواړو غاړو نه غوښتنه کوم چې د بین الاقوامي قوانينو احترام وکړي او په شخړه کښې د عام وګړو د ژوند او د اولسي ځايونو لکه روغتونو د تحفظ خيال دې وساتي».

 

په پاکستان کې ملي جمهوري غورځنګ مشر  محسن داوړ په ايکس پاڼه وويل چې « په کابل کې  په روغتون د برید او مرګونو راپورونه د غندنې وړ او مجرمانه دي. زموږ دعاګانې د ځپل شوي کورنيو سره دي. د ترهګرۍ پر ضد جنګ په نامه په داسې جرمونو باندې هېڅ کله پرده نشي اچول کېدی»

 

بل خوا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اهم لوبغاړو راشد خان او رحمان الله ګربز هم په خپلو ويناوو کې برید په سختو ټکو کې غندلی.

 

د بلې غاړې لخوا د برید په اړه د پاکستان اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ په خپل ايکس پاڼه باندې د برید په اړه وويل چې د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل او ننګرهار کښې د افغانستان طالبانو هاغه عسکري ودانۍ په نښه کړي دي د کوم ځايه چې په پاکستان کې ترهګرو ته کمک ورکری کېده. عطالله تارړ وويل چې په کابل کښې يې د وسلې او بارودو ډيپو (بوديجي) مرکز په نښه کړ.

 

د ننګرهار په اړه اطلاعاتو وزير وويل چې په ننګرهار کې د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان طالبانو ۴ عسکري ودانۍ په نښه کړې چرته چې د طالبانو د وسلو او بارودو بوديجه وه او پاکستان کې د ترهګرۍ لپاره کارول کېده.

 

د افغانستان او پاکستان تر منځه روانه شخړه پاکستان کې د ترهګريزو پېښو د زياتيدو لامله هاغه وخت زياته شوه کله چې پاکستان مستقیم په افغانستان باندې په پاکستان کې د روانې ترهګرۍ تور پورې کړل او په ځواب کښې يې افغانستان نه فقط دا چې د پاکستان تور رد کړل بلکه په پاکستان يې تور پورې کړل چې پاکستان د داعش ترهګرو ته پټنځایونه ورکړي دي چې په افغانستان کې ئې د طالبانو پر ضد وکاروي.

 

د دواړو غاړو تورونو دا سلسله هاغه وخت سخته شوه کله چې په د کال ۲۰۲۵ په اکتوبر کې د پاکستان او افغانستان ځواکونو تر منځه په پوله باندې سختې نښتې رامنځته شوې او دواړو غاړو ته ګڼ شمېر ملکي وګړي او عسکري ځواکونو ته مرګ ژوبلې ور واوښتې.

 

په اکتوبر کې د عارضي جنګ بندۍ (تيږي) نه پس د کال ۲۰۲۶ په فبروري مياشت کې پاکستان په ننګرهار باندې هوايي بريدونه وکړل چې پکې د مرګونو اطلاعات راغلل او د دواړو غاړو لخوا په يو بل د تورونو سلسله بيا زياته شوه.

 

د دغه برید‌ په بدل کې په ۲۷ فبروري باندې د‌ افغانستان لخوا د پاکستان په وړاندې د « غچ اخیستنې » عمليات پېل کېدو اعلان سره سم د پاکستان او افغانستان په پوله باندې نښتې رامنځته شوې چې تر دې دمه دوام لري.

 

په دې نښتو کې د فبروري ۲۷ نه تر دې دمه د اقوام متحده راپورونو لمخې په افغانستان کې نژدې ۸۰ ملکي وګړي وژل شوي دي خو د پاکستان په پوله باندې د عادي نفرو د مرګ کوم شمېر ندی معلوم،‌ سره د دې چې درې ورځې مخکې په باجوړ کښې د يو توغنديز برید په نتیجه کې په يو کور کې ۴ نفره ووژل شول چې د پاکستان اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ د وينا مطابق دا توغندي د افغانستان طالبانو لخوا راغلي وو.