پېښور: د پښتو ژبې نومیالی سندرغاړی او د سټېج د موسیقۍ پېژندل شوی هنرمند ګلریز تبسم د ۷۶ کلونو په عمر وفات شوی دی. نوموړي شاوخوا ۴۶ کاله د راډیو، ټلوېزیون، پښتو فلمونو او سټېج له لارې د پښتو موسیقۍ خدمت کړی و.

 

ګلریز تبسم په ۱۹۵۰ کال کې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې په مرغز کلي کې زېږېدلی و. هغه په ۱۹۶۹ کال کې د سندرو ویلو هنري سفر پیل کړی او په ۲۰۱۵ کال کې یې له سندرو ویلو لاس اخیستی و.

 

د هغه د ژوندلیک له مخې، نوموړي په پاکستان او بهر کې شاوخوا لس زره سټېج پروګرامونه کړي وو او د شاوخوا ۱۲۰ فلمونو لپاره یې سندرې ویلې وې.

 

ګلریز تبسم د پښتو ترڅنګ په سرایکي، هندکو او اردو ژبو هم سندرې ویلې وې. هغه په خپلو سندرو کې ولسي موسیقۍ او غزل ته ځانګړی ځای ورکړی و او د پښتو شاعرۍ بېلابېل ډولونه یې هم ویلي وو.

 

ګلریز تبسم ته د موسیقۍ په برخه کې د خدمتونو له امله د پاکستان حکومت له خوا د حسن کارکردګۍ صدارتي جایزه ورکړل شوې وه. هغه د موسیقۍ له یوې هنرمندې کورنۍ سره تړاو درلود. پلار یې مهابت خان د طبلې استاد و او تره یې صحبت خان هم د پښتو موسیقۍ له نومیالیو سندرغاړو څخه و.

 

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور د ګلریز تبسم پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده. هغې ویلي، ګلریز تبسم د خپل ژوند ډېره برخه موسیقۍ ته ځانګړې کړې وه او د پښتو موسیقۍ د ودې او شهرت لپاره یې مهم رول لوبولی و.

 

د هغې په وینا، د نوموړي په مړینه د پښتو موسیقۍ او د پاکستان د هنر او کلتور نړۍ یو تکړه هنرمند له لاسه ورکړی دی. نوموړې د هغه له کورنۍ او هنري ملګرو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

 

همداراز د ګلریز تبسم مینه‌والو هم د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د پښتو موسیقۍ په ډګر کې یې د نوموړي هنري خدمتونه ستایلي دي.