کوټه (شال نیوز) : د پاکستان د تحقیقاتو وفاقي ادارې (ایف آی اې) چارواکي وايي، په کوټه کې یې د دوو افغان کورنیو غړي د جعلي پاکستاني شناختي کارډونو او اسنادو په وسیله د سفر کولو په تور نیولي دي.

 

د ایف آی اې ډپټي ډایرېکټر احمر سندهو په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په نیول شوو کسانو کې دوه ښځې هم شاملې دي. د نوموړي په وینا، دغو کسانو د جعلي اسنادو او پاکستاني شناختي کارډونو په وسیله پاکستان ته داخل شوي وو، خو له هغوی سره د افغانستان اصلي اسناد هم موجود وو.

 

احمر سندهو ویلي چې یاد کسان له کوټې څخه اسلام‌اباد ته روان وو او د کوټې په هوايي ډګر کې له الوتکې دننه ونیول شول. د ایف آی اې چارواکي زیاته کړې چې پاکستان ته د دغو کسانو د راوستلو په تور یې یو ایجنټ هم نیولی او د نورو ایجنټانو د نیولو لپاره چاپې روانې دي.

 

د هغه په وینا، نیول شوو کسانو غوښتل چې له اسلام‌اباد څخه بل ښار ته سفر وکړي. احمر سندهو دا هم ویلي چې د اکتوبر په ۲۰مه یې په کچلاک کې دوه نور افغان وګړي له یوه ایجنټ سره نیولي وو. د ایف آی اې د معلوماتو له مخې، دغه ایجنټ د ۶۵ زره روپیو په بدل کې پاکستان ته د هغوی د راوستلو بندوبست کړی و.

 

ایف آی اې تر اوسه د نیول شوو کسانو نومونه او د هغوی پر ضد د قانوني کارروایۍ نور تفصیل نه دی خپور کړی.