لنډي کوتل (شال نیوز) : د خېبر ضلعې په لنډي کوتل کې د ټرانسپورټرانو د تنظیم د مشر محمد یونس شینواري کورنۍ وايي، نوموړی د اکتوبر په ۱۷مه د پولیسو تاڼې ته له غوښتل کېدو وروسته بې درکه شوی او تر اوسه یې د ژوند او موجودیت په اړه معلومات نه لري.

 

د محمد یونس شینواري ورور محمدالله شینواري د لنډي کوتل په ډسټرکټ پرېس کلب کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د لنډي کوتل تاڼې پخواني ایس اېچ او نفیس اپریدي د ټېلېفون له لارې د هغه ورور ته ویلي وو چې تاڼې ته حاضر شي.

 

د نوموړي په وینا، محمد یونس شینواری د اکتوبر په ۱۷مه د ماسپښین درې بجې تاڼې ته ورغلی و، چې هلته د پېښور له حیات اباد سیمې څخه راغلو دوو پولیس افسرانو، ډي اېس پي عمر او ډي اېس پي اشفاق، د پوښتنو ګروېږنو لپاره له ځان سره بوتلو.

 

محمدالله شینواري وویل چې له هغې ورځې راهیسې یې ورور کور ته نه دی راستون شوی او نه یې له کورنۍ سره اړیکه نیولې ده. هغه وویل چې د ورور بې درکۍ ټوله کورنۍ له سختې اندېښنې سره مخ کړې او کوچني ماشومان یې هره ورځ د پلار د راتګ انتظار کوي.

 

محمدالله شینواري د خېبر پښتونخوا له ګورنر، د پولیسو له مشر، د پېښور له سي سي پي او او د خېبر ضلعې له ډي پي او غوښتنه وکړه چې د هغه د ورور د بې درکۍ په اړه پلټنې وکړي او کورنۍ ته یې د موجودیت او روغتیا په اړه معلومات ورکړي.

 

نوموړي وویل، که ورور یې په کوم جرم تورن وي، باید د قانون له مخې عدالت ته وړاندې شي او که پرې کوم تور نه وي، نو بېرته دې خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.

 

هغه زیاته کړه چې د هر وګړي پر ضد قانوني ګامونه باید د قانون له مخې واخستل شي او کورنۍ یې باید د هغه د نیول کېدو، ساتل کېدو او موجودیت په اړه خبره کړل شي.

 

د محمد یونس شینواري د بې درکۍ او د کورنۍ د دغو څرګندونو په اړه د لنډي کوتل پولیسو او د خېبر ضلعې د پولیسو د مشر دریځ لا نه دی ترلاسه شوی. د کورنۍ دا ادعا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې نوموړی له تاڼې څخه پولیس افسرانو له ځان سره بیولی دی.