بنو (شال نیوز) : د بنو ډویژن کمشنر نعیم الله خان په بنو ښار کې د فوډ سټریټ، سټي پارک او میونسپل لایبرېرۍ پرانسته کړې ده. د پرانستې په موقع له رسنیو سره په خبرو کې کمشنر ویلي چې خلکو ته د ژوند بنیادي سهولتونه برابرول او د سیر او تفریح لپاره مناسب ځایونه جوړول د حکومت ذمه واري ده.
نوموړي وویل، انتظامیه د خلکو د خدمت لپاره ده او د هغوی د مسئلو په حل کولو پر چا احسان نه کوي.
نعیم الله خان وویل: «بنو زما کور دی، د دې ښار ښکلی کول او د خلکو مسئلې حل کول د ځان لپاره ویاړ ګڼم.»
د کمشنر په وینا، د ځوانانو لپاره د تفریحي ځایونو او مثبتو فعالیتونو نشتوالی یو له هغو لاملونو دی چې ځینې ځوانان ناسمو لارو ته مخه کوي.
هغه وویل، فوډ سټریټ او سټي پارک به خلکو، په ځانګړي ډول ځوانانو ته دا موقع برابره کړي چې د ورځې له کار او ستړیا وروسته په یوه مناسب چاپېریال کې وخت تېر کړي.
کمشنر زیاته کړه چې د ښځو حقونو او اړتیاوو ته هم باید پام وشي او د هغوی لپاره هم مناسب سهولتونه برابر شي. د پرانستې په مراسمو کې د تحصیل میونسپل افسر فخرالاسلام، د یونین صدر نذیرالله اعوان او جنرل سیکرټري طارق خان خوجړي هم ګډون کړی و.


شال نیوز