کابل (شال نیوز) : د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور، هیله نجیب الله، له طالبانو سره د هند پر نږدې کېدونکو اړیکو نیوکه کړې او دا یې د افغانستان په اړه د هند د بهرني سیاست تر ټولو ستره تېروتنه بللې ده.
هغې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې هند داسې ډله په غېږ کې نیولې چې د افغانستان ښځې او نجونې یې له خپلو بنسټیزو بشري حقونو محرومې کړې دي.
هیله نجیب الله وايي، د هند سیاست په تېرو څلوېښتو کلونو کې تر ډېره د افغانستان د خلکو پر ملاتړ ولاړ و، خو له طالبانو سره د اړیکو پراخول یې له پخواني دریځ سره په ټکر کې دي. نوموړې په خپله لیکنه کې د ۲۰۱۲ کال د هند د جیپور ادبي جشن یوې غونډې ته هم اشاره کړې ده.
د هغې په وینا، په دغه غونډه کې د بریتانیا پخواني سیاستوال روري سټوارټ له هغو طالبانو سره د پخلاینې ملاتړ کاوه چې نوموړي «ښه طالبان» بلل او استدلال یې کاوه چې طالبان بدل شوي دي.
هیله نجیب الله وايي، هغې له سټوارټ څخه پوښتنه کړې وه چې د ښو او بدو طالبانو ترمنځ توپیر څه دی او دا پرېکړه څوک کوي، خو د هغې په وینا، خپلې پوښتنې ته یې ځواب نه و ترلاسه کړی.
هغې د هند د حکومت پر دریځ د نیوکې ترڅنګ ویلي چې افغانان خپل دوستان پېژني او د بهرنیو هېوادونو لاسوهنې نه هېروي. نوموړې په هند کې د ښځو د خوندیتوب او زدهکړو موضوع ته هم اشاره کړې او له طالبانو سره یې د نوي ډیلي نږدې کېدل د حیرانتیا وړ بللي دي.
هند له طالبانو سره خپلې سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې دي، خو د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی. هیله نجیب الله د افغانستان د هغه پخواني ولسمشر لور ده چې د طالبانو د لومړي حکومت پر مهال ووژل شو.
طالبانو د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر پر ۲۷مه د کابل له نیولو وروسته ډاکټر نجیب الله او د هغه ورور شاهپور احمدزی ووژل.
ډاکټر نجیب الله له واکه تر لرې کېدو وروسته د کابل د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه اخیستې وه. د هغه وخت د راپورونو له مخې، طالبانو دواړه وروڼه له دغه دفتره وایستل، ووژل یې او مړي یې د کابل په اریانا چوک کې وځړول.


شال نیوز