پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د تعلیم مشاورتي کونسل غړي ډاکټر عامر عبدالله هدایت کړی چې هغه ۸۲ سکولونه دې بېرته د ابتدايي او ثانوي تعلیم محکمې ته وسپارل شي چې د انتظامي چارو د سپارلو لپاره ایلیمنټري اینډ سېکنډري ایجوکېشن فاؤنډېشن ته ورکړل شوي وو، خو د بېلابېلو وجوهاتو له امله لا هم نه دي فعال شوي.

 

د اکتوبر پر ۲۸مه په پېښور کې د ډاکټر عامر عبدالله په مشرۍ د ایلیمنټري اینډ سېکنډري ایجوکېشن فاؤنډېشن د بورډ آف ډایرېکټرز ۳۹مه غونډه وشوه چې پکې د تعلیم محکمې سیکرټري عنایت الله وسیم، د فاؤنډېشن منېجنګ ډایرېکټر قیصر عالم، اېډیشنل سیکرټري پیر محمد او نورو چارواکو ګډون وکړ.

 

د غونډې په اړه د صوبايي حکومت په جاري شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د فاؤنډېشن تر انتظام لاندې د کمیونټي سکولونو جوړولو، د استادانو د اسانتیاوو، مالي چارو او د هغو سرکاري سکولونو د انتظام په اړه خبرې وشوې چې تعلیمي کارکردګي یې د قناعت وړ نه ده.

 

ډاکټر عامر عبدالله هدایت وکړ چې د کمزورې کارکردګۍ لرونکو سرکاري سکولونو د انتظام نورو ادارو ته د سپارلو پالیسي دې د منظورۍ لپاره مشاورتي کونسل ته وړاندې شي. نوموړي دغه راز وویل چې د سکولونو د انتظام د سپارلو په دویم پړاو کې د شاملو سکولونو وړاندیزونه دې هم د منظورۍ لپاره تیار کړل شي.

 

په غونډه کې د فاؤنډېشن تر انتظام لاندې د ځانګړو تعلیمي اړتیاوو لرونکو ماشومانو لپاره د سکولونو په منصوبه کې د ۱۵ نورو سکولونو د شاملولو هدایت هم وشو. د اعلامیې له مخې، له دغو سکولونو څخه به لس د ټوبېکو سېس له پیسو او پنځه نور د فاؤنډېشن له خپلو مالي وسایلو جوړېږي.

 

په غونډه کې د پېښور په ګل بهار کې د ګلوبل ورچوئل سکول د منصوبې، د کمیونټي سکولونو د موجوده حالت او د فاؤنډېشن د ملازمینو د چارو په اړه هم چارواکو معلومات وړاندې کړل. ډاکټر عامر عبدالله د فاؤنډېشن په مهمو څوکیو د وړ کسانو د ګمارلو او د میرټ د یقیني کولو هدایت وکړ.

 

له دې غونډې وروسته د ډاکټر عامر عبدالله په مشرۍ د اېبټ اباد پبلک سکول د بورډ آف ګورنرز غونډه هم وشوه. په دې غونډه کې د نوي ګمارل کېدونکو کنټرېکټ ملازمینو لپاره د خپلې خوښې د پنشن سکیم او د ۲۰۲۶ کال د کنټرېکټ ملازمت پالیسي منظوره شوه.

 

ډاکټر عامر عبدالله د اېبټ اباد پبلک سکول له انتظامیې څخه د سکول د ټولې ځمکې، د ادارې په واک کې د موجودې ځمکې او د هغې ځمکې د تفصیل غوښتنه وکړه چې د سکول په قبضه کې نه ده.

 

نوموړي وویل چې د دغې ځمکې د بېرته ترلاسه کولو لپاره به له ضلعي انتظامیې سره رابطه کېږي. د صوبايي حکومت په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې یاد ۸۲ سکولونه په کومو ضلعو کې دي او له څومره مودې راهیسې بند پاتې دي.