پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د اوقافو، مذهبي او اقلیتي چارو سلاکار مولانا طیب قریشي ویلي چې له اړمنو خلکو سره مرسته او د ستونزو پر مهال د هغوی لاسنیوی یوه مهمه انساني او ټولنیزه ذمه واري ده.

 

نوموړي دا خبرې د اکتوبر پر ۲۸مه په پېښور کې د پاکستان رېډ کرېسنټ سوسایټۍ د خېبر پښتونخوا صوبايي دفتر ته د سفر پر مهال کړې دي.

 

د سرکاري اعلامیې له مخې، د رېډ کرېسنټ سوسایټۍ صوبايي چیئرمېن فرزند علي وزیر د مولانا طیب قریشي هرکلی کړی دی. په دې موقع د ادارې صوبايي سیکرټري عابد رحمان مروت هم موجود و.

 

فرزند علي وزیر د ملاقات پر مهال د ادارې د روانو مرستندویه فعالیتونو، فلاحي منصوبو او په بېلابېلو سیمو کې اړمنو خلکو ته د ورکړل کېدونکو مرستو په اړه معلومات وړاندې کړل.

 

مولانا طیب قریشي د ادارې د فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د انساني مرستو هدف باید له هر ډول توپیر پرته له اړمنو خلکو سره مرسته او د ټولنې د بې وسه طبقو ملاتړ وي.

 

نوموړي هیله څرګنده کړه چې پاکستان رېډ کرېسنټ سوسایټي به په خېبر پښتونخوا کې خپلو مرستندویه او فلاحي فعالیتونو ته دوام ورکړي. د ملاقات پر مهال د انساني مرستو، فلاحي منصوبو او په صوبه کې له اړمنو کورنیو سره د مرستو پر چارو هم خبرې شوې دي.