پېښور (شال نیوز) : د پېښور د ترهګرۍ ضد عدالت د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي او د پاکستان تحریک انصاف د څلورو نورو مشرانو د نیولو وارنټونه صادر کړي دي.

 

دا کسان د ۲۰۲۳ کال د مې د نهمې نېټې د تاوتریخجنو پېښو پر مهال د پېښور د ریډیو پاکستان پر تاریخي ودانۍ د برید په قضیه کې تورن دي.

 

د راپورونو له مخې، د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي ولي محمد د پولیسو له لوري د پلټنو د چالان له وړاندې کېدو وروسته د تورنو کسانو د نیولو امر کړی او پولیسو ته یې لارښوونه کړې چې هغوی ونیسي او عدالت ته یې حاضر کړي.

 

په دې قضیه کې د سهیل اپریدي ترڅنګ د خیبر پښتونخوا پخواني صوبايي وزیران تیمور سلیم جګړا او کامران بنګش، د پي ټي ایي د پېښور مشر عرفان سلیم او د ګوند فعال امیر چمکني هم شامل دي.

 

د پولیسو په چالان کې ویل شوي چې د پنجاب د فارنزیک ساینس ادارې او د نادرا راپورونه د پلټنو برخه ګرځول شوي دي. د راپورونو له مخې، د ویډیوګانو د فارنزیکي ارزونې پر بنسټ د تورنو کسانو پېژندنه شوې او په قضیه کې د تورنو کسانو شمېر له ۸۰ زیات دی.

 

د راپورونو له مخې، پولیسو د تېر کال په ډسمبر کې ۱۶ ویډیويي کلیپونه د فارنزیکي ارزونې لپاره لېږلي وو. د پنجاب د فارنزیک ساینس ادارې خپل راپور د جنورۍ پر ۱۰مه او نادرا د فبرورۍ پر څلورمه خپل راپور وړاندې کړی و.

 

د اورېدنې پر مهال د پي ټي ایي وکیل د نورو وخت غوښتنه کړې وه، خو عدالت د چالان له ترلاسه کولو وروسته د نیولو وارنټونه صادر کړل.

 

بل لور ته، د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور ویلي چې د سهیل اپریدي د نیولو امر صادر شوی دی. نوموړې ویلي چې پر هغه لګېدلي تورونه به له خلکو سره شریک شي او په دې اړه به اقدامات د شواهدو پر بنسټ او په شفاف ډول ترسره کېږي. د هغې په وینا، تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې د موضوع نور جزئیات هم روښانه شي.

 

د ۲۰۲۳ کال د مې پر نهمه د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان تر نیول کېدو وروسته په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې او تاوتریخجنې پېښې شوې وې. په دې مهال دولتي ودانیو او عامه شتمنیو ته زیان ورسېد، چې په راولپنډۍ کې د پوځ پر عمومي مرکز او په لاهور کې د جناح هاوس پر ودانۍ بریدونه هم پکې شامل وو.