پېښور (شال نیوز) : پېښور کې د زلمي مدرسه لیګ د اووم پړاو په پایلوبه کې انوینسیبلز لوبډلې ایګلز ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله. د پېښور په حیات اباد سپورټس کمپلېکس کې د زلمي مدرسه لیګ په سیالیو کې د ۱۵ مدرسو لوبډلو برخه اخیستې وه.
په پایلوبه کې لومړی ایګلز لوبډلې توپ وهنه وکړه او ۱۱۰ منډې یې جوړې کړې. انوینسیبلز لوبډلې د اوو اورونو په ترڅ کې د ۱۱۱ منډو هدف ترلاسه کړ او په پنځو وېکټو یې بریا خپله کړه. د انوینسیبلز لوبډلې د بریا په ترلاسه کولو کې بهادر علي مهم رول ولوباوه. نوموړي په پایلوبه کې ۶۵ منډې وکړې.
په دې سیالیو کې د بېلابېلو فکري مکتبونو اړوندو مدرسو زده کوونکو ګډون کړی و. د سیالیو موخه د مدرسو د زده کوونکو ترمنځ د کرکټ دودول، د ځوانو لوبغاړو وړتیاوو ته وده ورکول او د لوبو له لارې د یووالي او زغم پیاوړتیا بلل شوې ده.
د خیبر پښتونخوا د مذهبي چارو سلاکار مولانا طیب قریشي او د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکارې ثمر هارون بلور د دې سیالیو د بریالي ترسره کېدو له امله پېښور زلمي ته مبارکي ورکړې او د جاوېد اپرېدي هڅې یې ستایلې دي.
د سیالیو په پای کې د انوینسیبلز لوبډلې ته د اتلولۍ او ایګلز لوبډلې ته د دویم مقام جامونه ورکړل شول، همدارنګه لوبغاړو ته انعامونه هم ووېشل شو.


شال نیوز