خیبر : د فاټا لویې جرګې په یوه غونډه کې له حکومت څخه غوښتنه شوې چې د پخوانیو قبایلي سیمو انضمام بېرته واخلي او د دغو سیمو پخوانی حیثیت دې بحال کړي.
دا جرګه د اکتوبر په ۲۷ د خیبر ضلعې په شاکس سیمه کې جوړه شوې وه، چې پکې قبایلي مشرانو ملک بسم الله خان، اعظم خان محسود او نورو مشرانو ګډون کړی و.
په غونډه کې د قبایلي سیمو د انضمام، بېروزګارۍ، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د تړل کېدو او د قبایلي سیمو د نورو ستونزو په اړه خبرې وشوې.
د فاټل لویې جرګې مشر محمد حسین ملک شال نیوز ته وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو تړل کېدل د سیمې د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو پر وړاندې خنډ وباله.
د هغوی په وینا، د لارو تړل کېدو له امله د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې او د بېروزګارۍ کچه لوړه شوې ده. هغوی له حکومته وغوښتل چې لارې بېرته پرانیزي، څو سوداګري او د خلکو روزګار بېرته فعال شي.
قبایلي مشرانو د انضمام له امله رامنځته شوي اداري جوړښت هم وغانده. هغوی وویل، د نوي نظام له مخې د سیمې پخوانی جغرافیایي جوړښت بدل شوی او د اېف ار کوهاټ او اېف ار پېښور سیمې ترې جلا شوې دي. د جرګې ګډونوالو غوښتنه وکړه چې پخوانی جغرافیایي جوړښت دې بېرته وساتل شي.
د فاټا د انضمام په اړه د خبرو پر مهال، د جرګې مشرانو وویل چې د پاکستان په اساسي قانون کې د پنځه ویشتم اییني ترمیم له مخې شوې ژمنې لا هم په بشپړه توګه نه دي عملي شوې.
هغوی غوښتنه وکړه چې په ستره محکمه کې د انضمام په اړه تر غور لاندې قضیه دې ژر واورېدل شي. د هغوی په وینا، که د دوی غوښتنو ته پام ونه شي، ښايي موضوع په نړیواله کچه هم راپورته کړي.
د جرګې ګډونوالو د قبایلي خلکو د حقونو او دودیز جرګهییز نظام په اړه هم اندېښنې څرګندې کړې. هغوی وویل چې قبایلي خلک د خپلو شخړو د هواري لپاره د جرګې دودیز نظام ته ارزښت ورکوي او د دې نظام له منځه تلل د هغوی په زیان دي.
مشرانو زیاته کړه چې دوی د جګړې پلویان نه دي، بلکې د سولې غوښتونکي دي. هغوی وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټولو لارو پرانیستل کېدل د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا ترڅنګ ځوانانو ته د کار او مثبتو فعالیتونو زمینه هم برابرولی شي.
د جرګې ویناوالو ادعا وکړه چې د قبایلي سیمو له انضمام وروسته په دغو سیمو کې د ترهګرۍ او هدفي وژنو پېښې زیاتې شوې او د پرمختیايي چارو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
په غونډه کې د تیرا درې، اورکزیو او نورو قبایلي سیمو ستونزې هم مطرح شوې او له حکومته وغوښتل شول چې د دغو ستونزو د هواري لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د فاټا لویې جرګې دا هم وویل چې دوی چمتو دي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي. د جرګې د مشرانو په وینا، قبایلي خلکو تل د شخړو د هواري لپاره د جرګهییز نظام ملاتړ کړی او په راتلونکي کې هم د سولې په ټینګښت کې خپل رول لوبولو ته چمتو دي.


شال نیوز