وېلنګټن (شال نیوز) : د هند د کرکټ لوبډلې د نیوزیلنډ خلاف د شل اوریزو نړیوالو لوبو لړۍ ګټلې ده. د هند توپ وهونکي ابیشېک شرما په درېیمه لوبه کي په ۳۸ بالونو ۱۱۳ منډې جوړې کړې.
هند د نیوزیلنډ د ۱۹۹ منډو هدف په ۱۳ اعشاریه دوو اورونو کي پوره کړ او لوبه یې په شپږو وکټو وګټله. د هند او نیوزیلنډ ترمنځ د پنځو لوبو په لړۍ کي هند درې پرله پسې لوبې ګټلې دي.
ابیشېک شرما د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. د دواړو هېوادونو څلورمه لوبه به د جمعې په ورځ په اکلېنډ کي کېږي.


شال نیوز