عمان (شال نیوز) : د اردن حکومت ویلي چې د سوریې په جنوب کي یې د هوايي بریدونو پر مهال د داعش له شلو زیات وسله وال وژلي دي. د اردن چارواکي وايي چې دغه عملیات په هېواد کي پر یوه کلیسا د وروستي برید په ځواب کي شوي دي.

 

د کلیسا په برید کي نهه کسان وژل شوي وو. خو د سوریې حکومت ویلي چې د اردن په هوايي بریدونو کي اووه کسان وژل شوي چې درې ماشومان او یوه ښځه هم پکي شامل دي. د سوریې د بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه د هېواد د خپلواکۍ خلاف بللي دي.

 

اردن د ملکي خلکو پر مرګ ژوبله خواشیني څرګنده کړې ده. دواړو هېوادونو د سرحدي امنیت د پیاوړتیا لپاره د ګډې کمېټۍ د جوړولو خبره کړې ده. د اردن له خوا د وژل شوو وسله والو شمېر خپلواک نه دی تایید شوی.