نیویارک (شال نیوز) : پاکستان د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کي د ایران د اټومي پروګرام پر سر د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. په ملګرو ملتونو کي د پاکستان سرپرست مستقل استازي عثمان جدون ویلي چې د ایران د اټومي مسئلې د حل لپاره د مذاکراتو او سفارتي هڅو دوام ضروري دی.
نوموړي د امنیت شورا غونډې ته ویلي چې ټول اړخونه باید له داسې څرګندونو او اقداماتو ډډه وکړي چې سیمه ییز کړکېچ زیاتولی شي. د پاکستان استازي ویلي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته باید اجازه ورکړل شي چې خپل تخنیکي مسؤلیتونه له سیاسي مداخلې پرته ترسره کړي.
نوموړي د پاکستان د هغو سفارتي هڅو یادونه هم کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره شوې دي. پاکستان ویلي چې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره د ایران د اټومي مسئلې سوله ییز حل ضروري دی. د ایران د اټومي پروګرام په اړه د کوم نوي نړیوال تړون اعلان نه دی شوی.


شال نیوز