اسلام اباد (شال نیوز) : په پاکستان کي د روسیې سفیر البرټ خوریف ویلي چې پښتو ژبه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او د سولې د ټینګښت لپاره مهم رول لوبولی شي.

 

نوموړي د اکتوبر پر ۲۷مه په اسلام اباد کي د پښتو ګرامر د یوه نوي کتاب د مخکتنې غونډې ته وینا کړې ده. دغه کتاب چې «پښتو اېډوانس اپلایډ ګرامر» نومېږي، د نېشنل یونیورسټۍ اف ماډرن لېنګوېجز استاد حفیظ الرحمان دوران لیکلی دی.

 

د روسیې سفیر ویلي چې د محصلۍ له وخت څخه د پښتو ژبې له اهمیت سره بلد دی او په مسکو کي یې د زده کړو پر مهال پښتو لوستې وه. نوموړي ویلي چې روسیه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره همکارۍ ته چمتو ده.

 

سفیر د امنیتي عملیاتو پر مهال د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي پر اهمیت هم ټینګار کړی دی. د افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکېب هم په غونډه کي ګډون کړی و.

 

د کتاب لیکوال حفیظ الرحمان دوران ویلي چې د پښتو ګرامر دغه کتاب په ځانګړي ډول د هغو بهرنیو محصلینو لپاره ګټور دی چې غواړي پښتو زده کړي. د غونډې پر مهال د پښتو ژبې استادانو او لیکوالانو د پښتو د علمي څېړنو د زیاتولو غوښتنه هم کړې ده.

 

د روسیې سفیر د ایران په اړه د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې وروستۍ خبرې د سیمه ییزې سولې لپاره مثبت ګام بللی دی.