کراچۍ (شال نیوز) : د پاکستان پټرولیم لمیټډ شرکت ویلي چې د ۲۰۲۶ مالي کال پر مهال یې د تېلو او ګازو ۱۱ نوې زېرمې موندلې دي. د شرکت د معلوماتو له مخې، په دغو زېرمو کي دوه د شرکت د خپلو عملیاتو او نهه د شریکو شرکتونو د عملیاتو له لارې موندل شوې دي.
شرکت ویلي چې د مالي کال پر مهال یې ۹۹ اربه روپۍ خالصه ګټه ترلاسه کړې ده. د شرکت د عمومي غونډې پر مهال دا هم ویل شوي چې په بلوچستان کي د چاغي د معدني وسایلو د پلټنې ساحه پراخه شوې ده.
شرکت په خېبر پښتونخوا کي هم د معدني وسایلو د کاروبار امکانات ارزوي. د شرکت چارواکو ویلي چې د ترکیې د پټرولیم شرکت سره یې د سمندري تېلو او ګازو د پلټنې په برخه کي همکاري زیاته کړې ده.
د ۱۱ نویو زېرمو موندل د دغو ټولو زېرمو څخه د تجارتي تولید د پیل معنا نه لري. د شرکت له خوا د دغو زېرمو د تولید د پیل او د تېلو او ګازو د اندازې بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي.


شال نیوز