اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د برېښنا وفاقي وزیر اویس لغاري ویلي چې حکومت غواړي د برېښنا د ۲۰۰ یونټو د موجوده حد پر ځای د خلکو د آمدن له مخې د رعایت نوی نظام جوړ کړي.

 

نوموړي سېنېټ ته ویلي چې په موجوده نظام کي هغه صارفین چې په یوه میاشت کي له ۲۰۰ یونټو زیاته برېښنا استعمال کړي، د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره له ځانګړي رعایت څخه محرومېږي.

 

وزیر ویلي چې حکومت د دې طریقې د بدلولو لپاره پر دوو وړاندیزونو غور کوي. یو وړاندیز دا دی چې د رعایت حد ۲۵۰ یونټو ته لوړ شي. بل وړاندیز دا دی چې د شپږو میاشتو بندیز ختم شي او صارف په هره هغه میاشت کي رعایت ترلاسه کړي چې استعمال یې تر ۲۰۰ یونټو محدود وي.

 

د وزیر په وینا، حکومت غواړي د رعایت نوی نظام د غریبو او د کم آمدن لرونکو کورنیو لپاره ځانګړی کړي. نوموړي ویلي چې د دې منصوبې د بشپړولو لپاره شاوخوا یوه نیمه میاشت وخت پکار دی. د برېښنا د بیو او رعایت په اړه دغه وړاندیزونه لا نه دي منظور شوي او موجوده نظام پر خپل ځای دی.