کوټه (شال نیوز) : د پاکستان میډیکل ایسوسي اېشن د بلوچستان څانګې اعلان کړی چې د نومبر له لومړۍ نېټې به په صوبه کي د ټیکسونو پر ضد کاربندیز پیل کړي.

 

د تنظیم په وینا، دغه احتجاج د وفاقي مالیاتو ادارې، اېف بي آر، او د بلوچستان ریونیو اتارټۍ له خوا پر ډاکټرانو او شخصي روغتیايي ادارو د لګول شوو ټیکسونو او نورو شرطونو پر ضد کېږي.

 

د تنظیم د اعلان له مخې، په سرکاري روغتونونو کي به د سهار له نهو تر لسو بجو پورې یو ساعت احتجاج کېږي، خو په شخصي روغتونونو او کلینیکونو کي به له بېړنیو خدماتو پرته نور طبي خدمات بند وي. د بېړنیو ناروغانو درملنه، په روغتونونو کي د بستر ناروغانو خدمات او د زېږون څانګې به فعالې وي.

 

د پاکستان میډیکل ایسوسي اېشن د بلوچستان څانګې ویلي چې ډاکټران له مخکې د آمدن ټیکس ورکوي او د نورو مالیاتو لګول به د ناروغانو د علاج لګښتونه زیات کړي.

 

تنظیم له وفاقي او صوبايي حکومتونو غوښتي چې د ټیکسونو په اړه له ډاکټرانو سره مذاکرات وکړي. د بلوچستان حکومت او د مالیاتو اړوندو ادارو د ډاکټرانو د تازه اعلان په اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی.