پېښور (شال نیوز) : د پېښور د حیات اباد میډیکل کمپلېکس انتظامیې د روغتون فنانس ډایرکټر اکرام الله جان د مالي چارو د پلټنې په اړه د یو شمېر تورونو له امله له دندې معطل کړی دی.
د روغتون د ډایرکټر ډاکټر ګلزار احمد خان په حکم کي ویل شوي چې پر اکرام الله جان د مالي اسنادو د نه وړاندې کولو، د درېیمې ډلې له خوا د حسابونو د پلټنې د مخنیوي او د انتظامي چارو د ځنډولو تورونه دي.
په حکم کي دا هم ویل شوي چې نوموړي د خپلې تعلیمي او مسلکي وړتیا د تصدیق لپاره غوښتل شوي اسناد نه وو وړاندې کړي. د روغتون انتظامیې ویلي چې د مالي حسابونو د پلټنې لپاره اړین معلومات په فنانس څانګه کي موجود وو، خو د پلټنې له ډلې سره یې همکاري نه کېده.
د روغتون د فنانس چارو مسؤلیت په موقتي توګه محمد افتاب ته سپارل شوی دی. د اکرام الله جان دریځ په خپاره شوي راپور کي نه دی ترلاسه شوی. نوموړی د انتظامي تحقیقاتو تر بشپړېدو پورې معطل شوی او پر هغه لګول شوي تورونه لا نه دي ثابت شوي.


شال نیوز