میر علي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل په ایدک بازار کي ناڅرګنده وسله والو د پولیسو یو اهلکار په ډزو وژلی دی. پولیس وايي چې عصمت الله د اکتوبر پر ۲۷مه ماسپښین شاوخوا څلور بجې په بازار کي و چې وسله والو پرې ډزې وکړې. نوموړی په ځای وژل شوی دی.
د پولیسو یوه ډله د پېښې ځای ته رسېدلې او تحقیقات یې پیل کړي دي. د مقامي سرچینو په وینا، عصمت الله د بنو ضلعې د مامي خېلو اوسېدونکی او د پولیسو د امن کمېټۍ غړی هم و.
د برید انګېزه نه ده څرګنده او تر اوسه کومې وسله والې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی. پولیس وايي چې د بریدګرو د پېژندلو لپاره شواهد راټولوي.


شال نیوز