شانګله (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې د پورن تحصیل په الوچ بازار کي د تجاوزاتو د ختمولو د عملیاتو پر مهال د یو پل د یوې برخې نړېدو دوه کسان وژلي او شپږ نور یې ژوبل کړي دي.
د ریسکیو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، پېښه د اکتوبر پر ۲۷مه هغه وخت شوې چې انتظامیې د تجاوزاتو پرضد عملیات کول. یو شمېر ماشومان د پل پر زینو ولاړ وو چې زینې ونړېدې او خلک لاندې خوړ ته ولوېدل.
په پېښه کي ۵۰ کلن ارشاد او د عباس په نوم یو ماشوم مړه شوي دي. د ژوبلو کسانو نومونه سمیع الله، اورنګزېب، انس، بصیر، محمد زکریا او مراد خان ښودل شوي دي. د شانګلې ډپټي کمشنر حمید علي د پېښې د تحقیقاتو حکم کړی دی.
نوموړي اېډیشنل ډپټي کمشنر او د مارتونګ اسسټنټ کمشنر ته ویلي چې په ۲۴ ساعتونو کي دې د پېښې په اړه راپور وړاندې کړي. مقامي خلکو ویلي چې د تجاوزاتو د ختمولو د عملیاتو پر مهال د خلکو د حفاظت لپاره کافي انتظامات نه وو شوي.
د انتظامیې له خوا د ممکنه غفلت په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.


عرفان حسین علي