لاهور (شال نیوز) : د پاکستان، انګلستان او سریلانکا ترمنځ د درې اړخیزې کرکټ سیالۍ په پنځمه لوبه کې سریلانکا پاکستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه. د لاهور په قذافي لوبغالي کې د لوبې ټاس د سریلانکا لوبډلمشر وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

 

پاکستانۍ لوبډله د سریلانکا د توپ اچوونکو پر وړاندې ښه ونه ځلېده او په ۲۵ اعشاریه ۳ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۰ منډې جوړې کړې. د پاکستان په توپوهونکو کې بابر اعظم تر ټولو ډېرې ۲۹ منډې وکړې. شاهین اپریدي ۱۵، حسن نواز ۱۷، سلمان علي اغا ۹، معاذ صداقت ۸ او فخر زمان پنځه منډې جوړې کړې.

 

پاکستان د لوبې په یوه پړاو کې په ۶۴ منډو شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو. د سریلانکا لپاره دلشان مادوشنکا غوره توپ اچونه وکړه او د ۳۴ منډو په بدل کې یې د پاکستان پنځه لوبغاړي وسوځول.

 

سریلانکا د پاکستان ورکړل شوی ۱۱۱ منډو هدف په ۱۹م اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. کامندو مېنډس ۶۲ منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.

 

د درې اړخیزې سیالۍ وروستۍ لیګ لوبه به د پنجشنبې په ورځ د سریلانکا او انګلستان ترمنځ ترسره شي، په داسې حال کې چې پایلوبه به د شنبې په ورځ د پاکستان او سریلانکا ترمنځ وي.