میرام شاه (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان د یوې کورنۍ څلور ځوان فوټبال لوبغاړي په اذربایجان کي د پاکستان استازیتوب کوي. په دغو لوبغاړو کي د پاکستان د ۱۵ کلونو نه د کم عمر فوټبال لوبډلې کپتان محمد مصطفی هم شامل دی.

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، محمد مصطفی د میر سلام خان زوی دی او له هغه سره محمد عالم، محمد مسعود او محمد کاشف هم په اذربایجان کي موجود دي. محمد عالم د دفاعي لوبغاړي په توګه لوبېږي، خو د نورو دوو لوبغاړو د لوبې د ځایونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

دغه څلور واړه لوبغاړي د وزیرستان د حاجي جهلم مرحوم له کورنۍ سره تعلق لري. دا کورنۍ په سیمه کي د جرګو، مېلمه پالنې او قبایلي دودونو ترڅنګ له فوټبال سره هم پخوانۍ اړیکې لري.

 

د دغو لوبغاړو د کورنۍ په اړه ویل شوي چې له تېرو څو نسلونو راهیسې یې د فوټبال په لوبو کي برخه اخستې ده. تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې دغه څلور لوبغاړي په اذربایجان کي په کوم ټورنمنټ کي ګډون کوي او د پاکستان د کومې لوبډلې په نوم لوبېږي.