هنګو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په هنګو ضلعه کې د اکتوبر پر ۲۷مه د کشمیر د تورې ورځې په مناسبت ریلي او غونډه شوې چې ګډونوالو یې د کشمیریانو لپاره د خپل برخلیک د ټاکلو د حق غوښتنه کړې ده.
د هنګو ډپټي کمشنر بصیر علي رحمان او اېډیشنل ډپټي کمشنر عبدالنصیر د ډپټي کمشنر په دفتر کې د پاکستان او کشمیر بیرغونه پورته کړل.
وروسته د ډپټي کمشنر له دفتره تر مرکزي سړک پورې ریلي ووېستل شوه چې ګډونوالو یې د «کشمیر بنې ګا پاکستان» او «کشمیر ته د ازادۍ حق ورکړئ» شعارونه ورکړل.
د کشمیر د تورې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د سکولونو ماشومانو هم تقریرونه وکړل او د کشمیریانو په ملاتړ یې ملي نغمې وړاندې کړې.
غونډې ته د وینا پر مهال ډپټي کمشنر بصیر علي رحمان وویل چې هند د خپل آئین د دوو مادو په ختمولو سره د جمو او کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړی او د کشمیریانو حقونه یې محدود کړي دي. نوموړي وویل چې د کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو قراردادونه لا هم نه دي عملي شوي.
هند د ۲۰۱۹ کال د اګست پر پنځمه د خپل آئین ۳۷۰مه ماده لغوه کړه چې له مخې یې جمو او کشمیر ته ځانګړی حیثیت ورکړل شوی و.
د هند حکومت وايي چې جمو او کشمیر یې د خپل هېواد برخه ده او د ځانګړي حیثیت ختمولو پرېکړه یې د سیمې د پرمختګ لپاره کړې وه. پاکستان بیا له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی.
پاکستان هر کال د اکتوبر ۲۷مه د کشمیر د تورې ورځې په نوم لمانځي. په ۱۹۴۷ کال کې پر همدې نېټه هندي پوځونه جمو او کشمیر ته داخل شوي وو.
د کشمیر پر سر د هند او پاکستان اختلاف له ۱۹۴۷ کال راهیسې روان دی او دواړه هېوادونه د دې سیمې د واکمنۍ دعوه کوي.


شال نیوز